د داخله وزير محسن نقوي د چورلكې پيښه كښې د ايراني صدر ابراهيم ريئسي ٬ خارجه وزير او نورو ملګرو په حق رسيدو د افسوس څرګندونه


اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د داخله وزير محسن نقوي د چورلكې پيښه كښې د ايراني صدر ابراهيم ريئسي ٬ خارجه وزير او نورو ملګرو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل د ايراني صدر ابراهيم ريئسي په شهادت راته زيات خفګان شوے دے۔ د ايراني حكومت او اولس په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ پاكستانې حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د ايران اولس سره ولاړ دے۔ ايرانې صدر د پاكستان يو ښه ملګرے وو۔ د پاكستان اوسنۍ دورې په مهال ايراني صدر سره ملاقات يادګاري وو۔ ده ووئيل د پاک ایران اړيكو حوالې سره د صدر ابراهيم ريئسي خذمات به تل ياد ساتلې شي۔

متعلقہ مضامین